!ټولنه کې د ديني عالم دندې او مسووليتونه
!!ټولنه کې د ديني عالم دندې او مسووليتونه
دنبوي احاديثو له مخې عالمان د پيغمبرانو وارثان دي، رښتيا هم چې دا ډېر لوی اعزاز دی؛ خو طبعا چې د ديني علماوو مسؤليتونه هم د پيغمبرانو په څېر خورا ډېر او درانه دي
د عالم دنده دا ده چې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ خلک سمې لارې ته هدایت کړي او ټولنه کې د دیني او اخلاقي ارزښتونو ترويج او تطبيق کې مرسته وکړي.
هغه څه چې عالم يې باید وکړي او هغه څه چې بايد ويې نه کړي، د اسلام د اصولو او د ټولنې د دیني توقعاتو پر بنسټ ټاکل کېږي:
څه باید وکړي
1. د اسلامي زدهکړو خپرول: عالم باید خلکو ته د اسلام د اصولو، احکامو، او اخلاقي ارزښتونو په اړه زده کړې ورکړي.
2. د قوم رهبري او قيادت: عالم بايد ټولنه کې د رهبر او مشر په توګه ژوند وکړي او داسې صلاحيتونه خپل کړي، چې خلک په ديني موضوعاتو کې ده ته مراجعه وکړي، د لمونځونو امامت وکړي او د جوماتونو انتظامي چارې وپالي.
3. وعظ او تبلیغ کول: عالم بايد خلک د نېکۍ او اخلاص پر لور وهڅوي، د اسلامي شریعت ښوونې ورته ورسوي او د ګناهونو او ناوړه اجتماعي او فردي عادتونو څخه يې منع کړي.
4. د شریعت لارښوونې: عالم بايد د ټولنې د خلکو دیني مسایل حل کړي او د اړتيا پر مهال د روا او ناروا فتوا ورکړي، خو په دې برخه کې بايد د ډاکټر رول ادا کړي، داسې چې نه يوازې ستونزې به تشخیصوي، بلکې درملنه به هم کوي.
5. يووالي ته هڅول: عالم بايد د ټولنې خلک سوله ییز ژوند او ورورولۍ ته وهڅوي، د مسلمانانو تر منځ د نفرت او خپلمنځي جنجالونو له امله راپیدا شويو ټپونو ته درمل پيدا کړي او اسلامي ټولنې ته د پخوانی برم او عظمت د بيرته اعادې لپاره شپه ورځ هڅې وکړي
6. خير خواهي: عالم بايد خیر خواه وي، هر انسان ته د خير لارو په لټه کې واوسي، ځکه دده د خير خواهي په نتيجه کې يو انسان د دنیا او آخرت کاميابي ترلاسه کولی شي.
7. صله رحمي اوزړه سواندي: عالم بايد صله رحم او زړه سواندی واوسي، ځکه د ده چلند او کردار د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له چلند او کردار سره پرتله کېږي او خلک ټولنه کې د دين د استازي او علمبردار په توګه ورته ګوري.
8. عالم بايد مسؤليت پذيره وي:
عالم بايد د ټولنې د اصلاح او روزنې په برخه کې هڅې او خوارۍ خپل مسوليت وبولي، که خلک يې خوارۍ مني او که نه؛ دی بايد خپلې هڅې ونه سپموي.
څه باید ونه کړي
1. سیاسي شخړو او اختلافاتو کې ګډون نه کول:
عالم باید له بې ځایه بحثونو او تاوتریخوالو ډډه وکړي، که څه هم د داسې فرعي دیني مسایلو په هکله وي، چې د مسلمانانو يووالي او وحدت ته زيان رسوي او دښمن ته د ناوړه تبلیغاتو موقع برابروي.
2. تعصب او تفرقې نه رامنځته کول: عالم باید د خلکو ترمنځ د نژادي، قومي او یا مذهبي تفرقې د رامنځته کولو هڅه ونه کړي.
3. د شخصي ګټو لپاره دیني واک نه کارول: عالم باید خپل دیني مقام د شخصي مالي او يا معنوي ګټو لپاره ونه کاروي.
4. د غیر اسلامي اعمالو څخه ډډه کول: هر هغه عمل چې له اسلام سره په ټکر کې وي، ملا ته مناسب نه دی چې ترسره یې کړي، په عمومي ډول، یو عالم باید د اسلام د خدمت او د ټولنې په هوساینه کې فعاله ونډه ولري او له هر هغه څه ډډه وکړي چې له دیني اصولو سره په ټکر کې وي.
5. بد اخلاقي او تند خويي: ملا بايد له بد اخلاقي او تند خويي څخه ځان وژغوري، ځکه په بد اخلاقي سره دی خپل مسؤلیت نشي ادا کولی، خلک يې خبرو ته غوږ نه نيسي.
6. نا مناسبي اړيکې: له هغو کسانو او ځايونو څخه ځان وساتل شي چې ټولنه کې ښه نوم نه لري، ځکه خلک به ده ته هم د هغوی په سترګه ګوري.
7. بي حوصلې کیدل: حوصله يو داسې پياوړی قوت دی، چې په واسطه ېې ډير څه سړی لاسته راوړي، عالم او داعي بايد ښه زغم او حوصله ولري، چې په مرسته يې خلک په سمه توګه له ناوړه عملونو او عادتونو څخه راوګرځولای شي.