ټولنه او اجتماع

ميراث کې د ميرمنو حق او زموږ ټولنه؟!

ميراث کې د ميرمنو حق او زموږ ټولنه؟!لیکنه: م.احسان الله بلال
الله تعالی د انسانانو د نيکمرغۍ او برياليتوب لپاره اسلام د وروستي او تلپاتې شريعت په توګه غوره کړی دی. د اسلام په راتګ سره په تيارو او جهل کې ولاړ انسان خپل مصير وپېژانده. په ځانګړې توګه په شپږمه ميلادي پيړۍ کې د اسلام تر راتګ وړاندې د نړۍ په لر او بر کې ښځې ته په ډېره سپکه سترګه کتل کېدل، له ټولو حقونو بې برخې وه او د مال په ډول به په ميراث وړل کېده. د اسلام له راتګ وروسته ښځې خپل ورک شوی مقام بېرته ترلاسه کړ.
اسلام د نورو حقونو تر څنګ مېرمنې د ميراث په حق کې هم شريکې کړي دي او د ملکيت حق يې ورکړی دی. الله تعالی د قران کريم په النساء مبارکه سوره کې د ميراث حکمونه د نورو احکامو په پرتله په ډېر تفصيلي ډول بيان کړي دي، چې د مفسرينو په اند د دغه حکم اهميت او ارزښت ترې څرګنديږي.
په دغه سورت کې په څرګند ډول راغلي، چې د پلار يا مور له وفات وروسته يې په پاتې مال کې د زامنو ترڅنګ لورګانې هم شريکې دي او د زوی د برخې نيمايي به وړي. دغه راز د خاوند پاتې مال کې ميرمن او د ميرات شوي ورور مال کې د خويندو د حق باره کې هم په تفصيلي ډول احکام بيان شوي دي.
خو له بده مرغه چې زموږ په پښتني ټولنه کې ميرمنې د ميراث له حقه بې برخې کړای شوي دي، ان دينداره خلک او د علماوو کورنۍ هم په دې برخه کې د شريعت سره سم عمل نه کوي، بلکې د پلار، خاوند او ميرات شوي ورور ترمرګ وروسته يې ټول مال زامن او وروڼه اخلي او لورګانې، ميرمنې او خويندې له دې ثابت حق څخه بې برخې کيږي.
د ميراث له حکمونو بيانولو وروسته الله تعالی هغه خلک ستايلي، چې دغه احکام عملي کوي او هغو کسانو ته يې د دردناک عذاب زيری ورکړی چې دغو حکمونو باندې عمل نه کوي.
ميرمنو ته د ميراث او نورو شرعي حقونو پر ورکړه اسلامي امارت هم خورا ډېر ټینګار کوي، خو دا يوازې د حکومت د مسولينو او چارواکو دنده نه ده، بلکې ديني عالمانو، د مدرسو او ښوونځيو استادانو، رسنیو او بانفوذه شخصيتونو ته هم په دې برخه کې خورا لوی مسوليت متوجه دی، چې د عامه پوهاوي له لارې دغه ټولنيزه ستونزه او د شريعت مخالف دود زموږ له ټولنې په بشپړ ډول له منځه یوړل شي او عدالت تامين شي.

ناشر: د أبي بن کعب رضي الله عنه مدرسې رسمي وېیپاڼه

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button