د كابل خوشال خان مېنې د ابن كعب تر مدرسې پورې !!
جبريل سعد
هر ډول تانيث په پرده كې ښه او ښكلی ښكاري، ډېر غوره او آن اړين او ضروري هم وي. صدقه، تلوسه، مينه، ښځه، خبره، هيله او… د مدرسې په ټكي كې هم تانيث دی، نو د ديني، عقيدوي او فكري غوره زده كړې او زدكړيالۍ چاپېريال هم داسې پكار او اړين دی چې هغه يې ښه پوښلې او پټه كړې وي. دغه حقيقت هغه وخت لا ښه راته جوت او ژوره پوهه او باور مې پرې ترلاسه كړ چې په لومړي ځل د كابل خوشال خان مېنې د امام اعظم جامع ته څېرمه أُبَيَّ ابن كعب مدرسې ته ورغلم. له ملگري مفتي احسان الله بدر(بلال)سره اړيكه كې وم چې يوې كوڅې ته يې لارښوونه راته وكړه او هلته يې د يو كور شماره راته وښوده. زما خو يې مدرسې ته لارښوونه كوله، نو ځان مې ځواب كړ چې هو ! نو خو خپل كور يې دلته كابل كې دی… له ما وړاندې دروازې ته رسېدلی او بېخي جوخت ورته انتظار ولاړ يو تن سپين ږيری مې تر پام ښه رانغی چې د كور دروازې ته دومره نږدې او نېغ ولې ولاړ دی؟. دوه تنه چې د عمله څيره يې وه؛ دروازه يې پرانيسته او هغه سپين ږيری يې ځواب كړ. خو نه مې د مفتي بلال په خپلوانو او شناختگانو كې پېژندل او نه يې د كور چارې عمله وو ترسره كړې وې. بيا مې كړه چې ځه مفتي بلال به دې دولتي ځای ته راغلی وي او سمدستي هغه يو تن د تلاشۍ لاس را اوږد كړ… د مفتي بلال پر كشري ورور مې سترگې ولگېدې او د هېښتيا څلورمه سكته مې وكړه چې دا خو يې رښتيا كور دی !. مېلمستون كې كېناستم يو تن چای راوړ، مولوي صديق الله پر ريموټ لاس وواهه، وبوږنېد او زما شاته د مېلمستون د كونج بر سر ته يې كړه…
كه گورم امنيتي كېمرو كې له۷څخه تر۱۸كلنۍ طالبان ښكاري چې د حفظ دوه درسگاوې او كمپيوترليب تر نورو لږ څرگند مالومېږي او دا يې د رخصتيو د۴۰ورځنۍ دورې يا لنډمهالې كورس مهال و. د كالونۍ په يو ډول نقشه د گڼو كورونو له منځه چې ځمكلاندې او دوه نور پوړونه يې لرل؛ دا يو د مدرسې لپاره كارېد او هغه ټولې اړتياوې يې پوره كولې چې عام ډول يوه پراخه مدرسه او د هغې غولی ورته پكار دی. په ځانگړې د ماشومانو لوبې، ورزش او بدني روزنه چې د مدرسې د تربيوي او رورزنيزې برنامې برخه وه. خو بهر ته لكه چې يې تابلو نه لرله؛ هغسې يې له نورو كورونو سره توپير هم نه كېد او پر چاپېريال يې بشپړه خاموشي، كراري او د پاكې سوتره اسلامي او افغاني ورولۍ فضاء حاكمه او مدرسه پكې پټه او پوښلې وه. په دننه مې هم۴ورځې كې ونه ليدل چې د مدرسې چلونكو او استادانو دې آن كوم طالب العلم په تونده لهجه او يا غوږ پېچنه زجر كړی وي. په دې مانا چې اړتيا يې نه پېښېده او په اخلاقي روزنه، خپلمنځي اړيكو او متقابل درنښت كې د استادانو او شاگردانو ترمنځ ښه په تول موازنه او معادله موجوده وه. د ټاكلې برنامې له مخې له هر لمانځه وروسته يو تن كوچنی طالب به ولاړېد او يو حديث به يې لمونځ كونكو ته اوراوه چې استادان او شاگردانو يو شان ورته غوږنيو. له سنتو او ټوليزې دعاء وروسته شاگردان تر خپل منځ سره را ټولېدل او په حصن المسلم، عليكم بسنتي او داسې نورو د جيبي نسخو كتابگوټو كې يې د حديثونو او قرآني او مسنونو دعاگانو په زده كړه كې همكاري سره كوله او همداسې مازديگر او سهار مهال د بدني روزنې په برخه كې چې له خپلې دندې او خير پېژندلو سره شاگردانو د استادانو د بيا بيا او هر ځل وينا او ټينگار پرته په خوښه او ټوله لېوالتيا د ترسره كولو هڅه كوله او داسې نه و چې د استاد پر يو ناڅاپې راتلو او پام را اوښتو څوك پر كتاب او خپله زده كړه او دنده ور ټوپ كړي.
دې په طبيعي ډول د هر ډول زجر مخه نيولې او په يوه غوره فضاء كې ټوله پاملرنه خپلو دندو ته وه چې استاد بايد يوازې د شاگردانو ښوونې او روزنې، اړوندو پلانونو او تگلارو جوړولو او د پايلو وروستۍ ارزونې ته پاملرنه كړې او پكې بوخت پاتې شوي وای او شاگردانو بيا بايد په ښه او پاخه ډول روزنه ترلاسه كړې، منلې، په عين وخت كې يې په پلي توگه ورځنی ژوند او چلند پرې پر مخ وړی او له همدې سره يې سروكار لرلی وای. دغه كورنۍ او بهرنۍ فضاوې هم د درسي كال په اوږدو كې د همدې دوه اړخيزې پاملرنې، پكې خواريو او ځان جوړونې پايله وه. له دې سره ډېر رول پكې د سالم او غوره چاپېريال هم و چې د مدرسې پر دننه مبائل، له اړوندې دندې پرته بېځايه بوختياوې، د وخت ضائع كول، د مهالوېش د پانندۍ نشتوالی، خپلمنځي بې خوندۍ، د انگړ، كوټو او د ځان اړوند ككړتياوې او ناپاكۍ، غږيزه ككړتيا او شور، بې توجهۍ او لاپروايۍ، د استادانو او شاگردانو او هم د لويانو او كوچنيانو ترمنځ بې گټې ناسته ولاړه او دا ډول نور غير مترقب منفي ټكو ته د مدرسې د اصولو له مخې اجازه نه ور كول كېده، د مدرسې د ټولو اصولو او پاليسيو بې توپيره او بې استثناء پابندي وه او په دې ډول دننه فضاء او ور نږدې يا ورپورې نښتی چاپېريال بشپړ علمي، روزنيز او تربيوي و. همداسې د مدرسې بهر ته يو خو له لومړي سره د شاگردانو ډېر وتل-ننوتل نه و او بيا كه به د راوتلو اړتيا پېښه شوه، هم د پام وړ داسې څه نه و چې د مدرسې له دننه او شاگردانو له ترلاسه كړې روزنې او تربيې سره پر ټكر او پرې ځواكمن راتلو هغوی أغېزمن كړي او همداسې مدرسه او شاگردان يې له فزيكي او معنوي پلوه له منفي اغېزو څخه د نورو عادي كورونو ترمنځ درانه پوښلي او پټ و.
خو څرنگه شونې ده تقريباً په بې مخينې او بې ساري ډول د تنكيو شاگردانو روزنه او تربيه داسې ځای ونيسي؟ نو لکه چې ومو ويل؛ په يو غوره چاپېريال کې د پوښلتيا او پټون تر څنگ يې يو عمده ټكی چې زما په ذهن كې خطور كوي؛ دا چې دا يو جلا او بېل فن او هنر دی چې ښايي هرڅوك يې ونه لري. په دې مانا چې يو لفظي، فزيكي او تقليدي زده كړه او پرې مولوي صاحب كېدل دي، دوهم يې ورپسې همداسې شاگردانو ته ښودنه او درېيم يې له هغه سره سم او هممهاله د ورځني ژوند او چلند پر غوښتنه له لږ ډېر زياتوب سره په پلي ډول پرې د مسلمان او افغان په توگه د خپل ژوند او شخصيت بنسټ ښودنه ده. دا داسې مثال لري لکه په معهدونو کې تر لنډې مودې شاگردانو ته عربي ژبه ښودله کېږي او بيا پرې ورځنۍ خبرې لازمي کېږي چې ورسره يې دغه ژبه پخه او پرې د روانې خبرې اسانې شي او له دې پرته له اوږدې مودې زده کړې سربېره هم پرې روانې خبرې کول ستونزمن وي. خو په نننيو شرائطو كې يې ښايي يوازې هغه څوك وكولای شي چې پرې ښه سرخلاصې پوهه او روزنه يې ولري او داسې استادان هم ښايي ډېر كم وي، نو چې دوی ډېر او بيا وروسته دغه فن او هنر د نورو په څېر عام شي؛ ورته د ښې پاملرنې په پار يې بايد د اوس له منځنيو تر لوړو زدكړو پورې شاگردانو ته ځانگړې روزنه ور كړله شي چې بيا د وخت پر وتو تنكي شاگردان په همدې روزنه كې را ستر شي؛ ټولو به له لومړي سره پر دغه فن او هنر روزنه او تربيه ترلاسه كړې وي او د درس لفظي، فزيكي او تقليدي ويلو او شاگردانو ته يې ښودلو په څېر به له هغه سره سم او د ورځني ژوند او چلند پر غوښتنه له لږ ډېر زياتوب سره په پلي ډول پرې د مسلمان او افغان په توگه د خپل ژوند او شخصيت بنسټ ښودنه هم عامه شي او خپل ځای به ولري او وبه يې نيسي. دا چې د أُبَيَّ ابن كعب يادې مدرسې استادان زياتر له يوې سترې ديندارې، علمي او روحاني كورنۍ سره تړاو لري او بيا يې د چلونكو پر گډون ځيني پر دغه معيار پوره او د تنكيو شاگردانو د روزنې ملكه او يا كسبي او ترلاسه كړې روزنه او څو كلنه ماضي لري؛ دې بشپړې موضوع ته مې په همدغې مدرسې پورې پام شول.