رسول الله ﷺ وخندل
(1)
ضحاک بن سفیان الکلابي له بیعته مخکې رسول الله ﷺ ته ورغی، هغه سره عائشة رضي الله عنها ناسته وه (دا د حجاب له وجوب مخکې کیسه ده) ، ضحاک پوښتنه وکړه چې دا څوک ده؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: دا عائشه ده، ضحاک ورته وویل: زما دوه مېرمنې دي ، یوه به تا ته درطلاق کړم! هغه له دې سورککۍ (عائشة) نه ډېره ښایسته ده!
ضحاک له رنګه انتهایي کمزوری و، عائشة یې په خبره غوسه شوه، نو ضحاک ته یې وویل: ته ښایسته یې که هغه مېرمن دي؟ هغه ورته وویل: زه له هغې ډېر ښایسته یم!! د عائشې په دې پوښتنه رسول الله ﷺ وخندل. المراح في المزاح للغزي ۴۱
(2)
یوه ورځ رسول الله ﷺ خبرې کولې، هلته یو کوچي هم ناست و، رسول الله ﷺ وفرمایل: جنت کې به یو جنتي له الله تعالی نه د فصل کرلو اجازه وغواړي! الله تعالی به ورته وفرمایي: ایا د جنت ژوند په زړه پورې نه دی؟! هغه به ووایي: بلکې په زړه پورې دی، خو ماته فصل کرل خوند راکوي!
نو الله تعالی به ورته وفرمایي چې فصل وکره! هغه چې د تُخم دانې وشندي ، په کم وخت کې به د غرونو په څېر فصلونه راشنه شي! نو الله تعالی به ورته وفرمایي: پریږده یې بنیادمه! ته ولاکه په هیڅ شي موړ شې!
هلته ناست کوچي ورته وویل: یا رسول الله ! په والله دا سړی به یا ستاسې قریشي یي او یا به انصاري یي! ځکه دوی فصلونه کري! موږ کوچیان خو د فصلونو وال نه یو!! راوي زیاتوي د کوچي په خبره سره رسول الله ﷺ وخندل. رواه البخاري. المراح في المزاح للغزي41/40
(3)
ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: ما ته جنت ته تر ټولو وروسته ننوتونکی کس معلوم دی او له جهنمه تر ټولو وروسته وتونکی کس هم معلوم دی! د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي ، وبه ویل شي د ده کوچنۍ ګناهونه ورته وړاندې کړئ او لوی ګناهونه یې ورنه پټ کړئ.
ورته وبه ویل شي په فلانۍ او فلانۍ ورځ دې دا ګناهونه کړي و او په فلانۍ او فلانۍ ورځ دې دا ګناهونه کړي و، هغه به ورته ووایي: له دې انکار نه شي کیدلی، خو دی به ډاریږي چې لوی ګناهونه یې ورته وړاندې نه شي ، (ځکه پر لویه ګناه خو عذاب زیات یي) خو ورته وبه ویل شي چې ستا هره ګناه په نېکۍ درته بدله شوه! دی (چې پوه شي ګناهونه په نېکیو بدلیږي) نو وبه وایي: ربه! ما خو نور لوی ګناهونه هم کړي دي چې دلته یې زه نه وینم!!
ابو ذر رضي الله عنه وایي: ما رسول الله ﷺ ولید په دې خبره یې داسې وخندل چې د ژامې غاښونه یې ښکاره شول! رواه مسلم
(4)
عبد الله بن مغفل رضي الله عنه وایي: خیبر کې د یهـ.ـودو د کلا محاصرې پر مهال د کلا له دننه یو چا له ویلي شوې وازدې ډکه څرمن* راوغورځوله! نو ما په بیړه راواخیستله او په غېږ کې مې ټینګه ونیوله!* او ومې ویل: نن به له دېنه هیچا ته څه شی ورنه کړم! خو چې یوه لور ته مې وکتل رسول الله ﷺ مې د موسکا په حالت کې ولید. بل روایت کې راغلي عبد الله وویل چې هغه مې ولید زه وشرمیدلم. رواه مسلم والبخاري. نیل الأوطار کې محدث الشوکاني رحمه الله دا زیادت هم ورسره راخیستی چې هغه ﷺ ورته وفرمایل: دا ستا شوه.
د ابو هریرة رضي الله عنه یوه روایت کې راغلي، هغه وایي: (داسې حالاتو کې به) صحابه و رسول الله ﷺ ته وویل چې ته زموږ سره ټوکې او ګپې کوې؟! هغه ورته وفرمایل: هوکې! مګر زه (په ټوکو کې) رښتیا وایم. رواه الترمذي
* د رسول الله ﷺ د موسکا لامل په بیړه راخیستل، بیا په غېږ کې ټینګه نیول او ورسره دا اعلان چې هیچاته یې نه ورکوم؛ دي.
* دلته روایت کې (بجراب فیه شحم) راغلي ، د دې په تشریح کې راغلي: الجراب وعاء من جلد. یعني دا د څرمني لوښی دی. فکر کوم دا داسې شی دی لکه دا زموږ خلک چې وازده او سپینه غوښه په لري کې وتړي او بیا یې نږولي کې کاروي، موږ “کوبۍ” ورته وایو ، چې بل نوم به لري که نه؟!
(5)
رسول الله ﷺ پراخه سینه لرله او پر امت ډېر مهربانه و، (بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ)، په مینه به یې د کمو او لویو، نرو او ښځو خبرو ته غوږ نیوی او هغوی ته به یې دین ورزده کوه. په دې لړ کې هغه کیسه راخلو چې امام البخاري رحمه الله پخپل صحیح کې روایت کړې ده او دا کیسه ډېره خوندوره او ګټوره ده. سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ سره قریشي مېرمنې ناستې وې، هغه سره یې خبرې کولې او ډېرې پوښتنې یې کولې، د دې لپاره چې هغه ډېر وروغږوي او ډېر مسائل ورنه زده کړي.
هغوی په لوړ اواز غږېدلې، داسې چې د رسول الله ﷺ په غږ د دوی غږونه لوړ وو، دا کیسه یا خو په رسول الله ﷺ باندې د غږ لوړولو له ممانعته مخکې پېښه شوې وه (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)، او یا خو د هغوی مجموعي اوازونه د ده له غږ نه لوړ وو، نه د یوې یوې. کله چې عمر رضي الله عنه د ورننوتلو اجازه وغوښتله؛ هغوی په بیړه له پردې پټې شوې! هغه چې له اجازې وروسته ورننوت رسول الله ﷺ یې ولید چې خندل یې.
کله چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه رسول الله ﷺ په خندا ولید ورته ویې ویل: یا رسول الله! الله دې غاښونه په خندا لره. (أضحَكَ اللهُ سِنَّكَ*) ، یعني الله دې تل خوشاله لره. او زما مور و پلار له تا قربان شه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: دا زما خواته ښځو ته په تعجب کې شوم! دوی (زما سره په لوړ اواز غږیدلې) چې ستا غږ واورید ووېریدلې او په بیړه له پردې هاخوا پټې شوې!
عمر ورته وویل: یا رسول الله! ته ډېر مستحق یې چې دوی باید ستا نه لا زیاتې ویریږي، عمر بیا ښځو ته د ملامته کولو په ډول وویل: اې د ځانونو دښمنانو! تاسو زما عزت کوئ او ما لوی ګڼئ او له رسول الله ﷺ سره داسې چلند نه کوئ؟! هغوی وویل: هوکې! ځکه ته خو له رسول الله نه ډېر سخت یې. مطلب دا چې رسول الله ﷺ د امت له ټولو وګړو سره زیات مهربانه او نرم دی او ستا چلند سخت دی.
وروسته رسول الله ﷺ په قسم سره عمر رضي الله عنه ته وفرمایل: په هغه الله مې قسم چې زما روح یې په واک کې ده، چې شیطان ستا نه دومره ډاریږي چې په کومه کوڅه کې تا وویني دی هغه کوڅه پرېږدي، په بله کوڅه ولاړ شي! یا دا مطلب هم کیدلی شي چې عمر دومره مستقیمه او کره لاره نیولې ده چې هغه لاره کې د شیطان د طبیعت هیڅ شی هم نشته. صحيح البخاري الرقم: 3294
لیکنه: حامد افغان
ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام