رښتينې ملګرتیا
حامد افغان
د رِښتينې ملګرتيا په اړه خوږه او په زړه پوري کیسه
کیسه کا چې یو ډیر شتمن ځوان و، پلار یې د زرو، جواهرو او قیمتي کاڼو تجارت کاوه، زوی یې طبعا د دنیا له ټولو نعمتونو برخمن و، له ښه ژوند سره یې خورا ډیر ملګري او اشنایان لرل او په هغو به یې هم خوراز زیات لګښت کاوه، د هغو به یې خورا زیات او احترام کاوه په رښتیا یې ملګرتیا ورسره پاللـه. د خدای شپې او روځې اوښتې اخر دخدای خوښه داسي وه چې د دې ځوان د کورۍ مالي حالت مخ پرزوړ شو اخر دومره خوار او غریب شو چې هیڅ یې هم نه لرل.
ځوان د کار او مزدوري په لټه کې شو، په تنګسیا کې سړي ته خپلوان او ملګري وریادیږي دملګرو په اړه یې پوښتنه او ګروېږنه پیل کړه اخیر یې معلومه کړه چې یو ډیر نږدې او خوږ ملګری یې خورا زیات شتمن شوی دی او دومره زیات چې شتمنۍ او جایدادونه یې له شمار او حساب اوښتي دي، ځوان دهغه په لور په دې نیت روان شو چې څه مرسته به ورسره وکړي او یابه کوم کاروبار ورته برابر کړي.
خوار شوی شتمن ځوان دخپل خوارشتمن شوي ملګري دروازې ته ورسیدی، خادمان یې راووتل، ده ورته وویل: دکور څښتن ته ووایه چې ستا پخوانی خوږ او نږدې ملګری راغلی دی او غواړي ستاسره وویني، د هغه خادمانو خبر ورکړ چې ستا فلانی نومی ملګری په دروازه کې ولاړ او ستاسره لیدل غواړي، هغه له کوره له یوې کړکۍ نه دباندي راوکتل او ویې پیژاندی خو چې د ده څیرې جامې او بد حالت یې ولید نو خادمانو ته یې وویل: ورته وا هغه په اوس وخت کې له هیچا سره هم لیدل نه غواړي !
خوارکی ځوان هک حیران شو او په دې حیرانتیا کې بیرته ناامیده روان شو، تیر وختونه او له ده سره دملګرتیا کیسې یې ذهن ته راوبللې، او دهغه موجوده سوړ او ناوړه چلند یې د خپګان او غوسې درجې یوسل اتیا ته ورسولې، له ځانه سره یې کړه چې اخیر ولې انساني اخلاق دومره په زوړ شول ؟! انسان ولي دومره احسان هیروونکی او ناشکره دی ، ځیني انسان ولي دښتمنتیا پرمهال ضمیر او دضمیر غوښتنو ته شاکړي. داراز ډیرې (ولې، ولې) یې په ذهن کې اړولې اوله درد او دوکه ډک زړه یې خپل کور او کلې ته نږدې کړ.
کورته لا نه و رسیدلی چې دری کسان یې وموندل، هغوی داسي ښکاریدل لکه په چا پسي چې ګرځي، له ده یې پوښتنه وکړه چې فلانی د فلاني زوی مو ضرورپه کارده ده ورته وویل زه ده هغه زوی یم خو هغه وفات شوی دی، سړي حیران پاته شول انالله واناالیه راجعون یې وویلي او ده ته یې وویل: موږ له هغه سره ګډکاروبار کاوه له موږ سره یې یوڅه ارزښتناک جواهر پاته دي اوس به هغه تاته درسپارو، یوه کڅوړه یې هغه ته ورکړه او هغوی یې رخصت کړل.
ځوان له ترخو حیرانتیاو وروسته په خوږو حیرانتیاو واوښت، کاڼې ده هم پیژندل رښتیا هم ډیر ارزښتناک او قیمتي کاڼې وو دومره قیمتي چې په لنډه سیمه کې یې چا بیه نشوی پریکولی نیت یې وکړ چې معلوم لوی ښار ته یې یوسي ، دی په دې نیت کې و چې یوه بوډۍ ښځه یې کورته راغله او ورته کړه یې یو ډول قیمتي کاڼې یې په کار دي که یې چرته پیداکړل هرڅومره پیسې چې وي پریکوي یې، ځوان خپل کاڼې ورښکاره کړل، بوډۍ ورته وویل: چې همدا دي هغې ورته وویل اوس د دوو کاڼو بیه پریکولی شم د نورو نلرم ، دوه یې واخیستل او خورازیاتې پیسې وختلې، بوډۍ روانه او دخوار ځوان کور له ډیرو پیسو او ارزښتناکو جواهرو ډک شو . ځوان کارو بار زیات کړ او بیرته دمال او شتمني ورمخه شوه او بېکچه شتمن شو.
د خپل ملګري بیوفايي یې له یاده نه وتله یوه ورځ یې په یوه ټوټه کاغذ دوه بیتونه ورته ولیکل او ور ویې لیږل، په هغو بیتونو کې یې ورته ویلي و چې دسپکو او بې وفا خلکو ملګرتیامي وکړه، چې دخلکو په منځ کې په چالونو او حیلو وخت تیروي، زه چې شتمن وم هغوی به ستایلم او زما عزت به یې کاوه خو چې غریب شوم دښمني يې راسره پیل کړه. ملګري ته یې چې دابیتونه ورسیدل د هغې ټوټې په شاهغه هم څو ځوابي بیتونه ورته ولیکل او هغه داسي وو:
ته ماله خپلې دروازې نه د دې له پاره وشړلې چې ستا حالت ډیر کمزوری و او ماویل چې په دې بدحالت کې زما سره کښینې نو وبه شرمیږې، ته اوس هم زما ورور او زما دزړه سر یې، که یې نه مني هغه دری کسان مادرلیږلې وو چې تاته یې د ارزښتناکو جواهرو کڅوړه درکړه، او هغه بوډۍ چې له تانه یې دوه کاڼې واخیستل هغه زما مور وه!!.
رښتیا هم دا انساني لوړ اخلاق بللی شو او همدا رښتیني ملګرتیا ده . د تګسیاپه وخت په ملګري د غریبي خجالت او شرم هم نه لورول او له هغه سره په مخلصانه توګه دومره مرسته کول چې هغه دشتمنو په کتار کې ودروي؛ رښتیني ملګرتیاده .
ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام