تصوف د نفس او شیطان سره د مبارزې غوره لار
لیکنه: «اخوکم في الله مولوي عبدالعزیز ابو سهیل»
محترمو د قدر وړ مسلمانانو وروڼو! الله ﷻ انسان د یو لوی مقصد او هدف لپاره پیداکړی دی، چې هغه هدف او مقصد ته رسیدل د ابدي کامیابي او نه رسیدل د ابدي نا کامي په معنی دي، نو له دې وجې یې په مقابل کې ورته سخت دښمنان د ازمایښت لپاره پیدا کړي دي چې یو نفس او بل شیطان دی، داسې خطرناک دښمنان چې د ژوند ټولې ناخوالې او بدبختۍ د دوی په اطاعت کي دي، او په ژوند کي د کاميابۍ يواځينۍ لاره له دوی سره مخالفت دی.
دا لوی دښمن د کائناتو خالق انسان ته په ډاګه کړې ده او له دې څخه يې د نجات لارې چارې هم ښودلي دي، او د اللهﷻ محبوب پيغمبر ﷺ هم مسلمانانو ته د سخترين دښمن په صفت نومولي دي.
نو راځئ چې د دې دښمن په اړه معلومات تر لاسه کړو، او د دده له فريب څخه خبر شو، او تري د خلاصون لاري پيدا کړو، ترڅو خدای مکړه داسې نه چې د ابدي بدبختۍ په لاره لاړ نه شو.
هغه دوه دښمنان يو شيطان او بل نفس دی، البته چې د دواړو هدف او مقصد يو دی. بنا بر اختلاف.
الله تعالی په خپل مقدس کتاب فرمايلي:
إِنَّ الشَّيْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُوا حِزْبَهُۥ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحٰبِ السَّعِيرِ»[سُورَةُ فَاطِر: 6]
په حقيقت کښي شيطان ستاسي دښمن دى، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ. هغه خپل پيروان خپلي لارې ته د دې لپاره رابولي چي هغوى د دوزخيانو د جملې څخه شي.
او په بل ځای کې له یو سف علیه السلام څخه حکایت کوي فرمايي:
﴿ ۞ وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾[ يوسف: 53]
زه د خپل نفس ښه نه وایم صفایي نه کوم، ځکه چې نفس خو په بدۍ باندې هڅوونکی دی، انسان ته په بدۍ امر کوي، مګر دا چې پر چا زما د رب رحمت وې. بېشکه زما رب ډیر بښونکی او رحم کونکی دی.
په پورتنيو آيتونو کې د نفس او شيطان يادونه وشوه، چې دواړه د دښمن په صفت الله تعالی انسان ته معرفي کړي دي.
او علماءکرام د نفس په اړه فرمایي:
ومما يدل على أن للنفس وسوسة، قوله تعالى: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ {سورة ق: 16} ژباړه: په حقیقت کې موږ انسان پیدا کړی دی او آن د هغه په زړه کې په راپیداکېدونکو وسوسو باندي پوهیږو کومي وسوسي چې دنفس له خوا د انسان په زړه کې پیدا کېږې، او مونږ د هغه له شا رګ(دورمیږ درګونو) څخه هم زیات هغه ته نېږدې یوو.
قال السمعاني: الوسوسة حديث النفس. وقال البيضاوي: ما تحدثه به نفسه وهو ما يخطر بالبال، والوسوسة الصوت الخفي.
او همدا رنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
ويدل على ذلك أيضا قوله صلى الله عليه وسلم: إن الله تجاوز لأمتي عما وسوست أو حدثت به أنفسها ما لم تعمل به أو تكلم. رواه البخاري ومسلم. ويمكن أن يحمل عليه أيضا ما رواه أبو هريرة قال: جاء ناس من أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم فسألوه: إنا نجد في أنفسنا ما يتعاظم أحدنا أن يتكلم به؟ قال: وقد وجدتموه؟ قالوا: نعم. قال: ذاك صريح الإيمان. رواه مسلم.
او په بل ځای کې دالله جل جلاله محبوب پيغمبر د نفس له شر څخه پناه غوښتې ده:
ومما حُفظ عن النبي صلى الله عليه وسلم في خطبة الحاجة: ونعوذ بالله من شرور أنفسنا وسيئات أعمالنا. رواه أحمد وأصحاب السنن الأربعة.
وفي الدعاء الذي علمه النبي صلى الله عليه وسلم لحصين بن عبيد والد عمران: اللهم قني شر نفسي. رواه أحمد وابن حبان.
علماء کرام د نفس او شيطان په اړه فرمايي:
فظاهر النصوص أن النفس توسوس كما أن الشيطان يوسوس، دون تفريق بين أمور العقيدة وأمور الشهوات. وقد جمع النبي صلى الله عليه وسلم بين شر النفس وشر الشيطان في الدعاء الثابت في الصباح والمساء والنوم: اللهم عالم الغيب والشهادة فاطر السموات والأرض رب كل شيء ومليكه، أشهد أن لا إله إلا أنت، أعوذ بك من شر نفسي، ومن شر الشيطان وشركه. رواه الترمذي وقال: حسن صحيح. وأبو داود وأحمد.
فلهذا
څه کول په کار دي، تر څو مو عبادت کي خوند پيداشي، او ګناه کې اضطراب او تنګښ احساس کړو.
محترمو لوستونکو! علماوو د نفس او شيطان څخه د ځان ساتلو لپاره مختلفي طريقې ښودلې دي.
يوه طريقه چي علماؤ ذکر کړي ده، هغه تصوف دی.
تصوف د نفس د کنترول او اصلاح لپاره يوه بهترينه لاره ده، خو چې شيخ يا مرشد کامل په شريعت برابر وي، بیا انسان کمال ته رسېږې.
علماء کرامو د علم تصوف د تعريف په اړه فرمایلي:
قَالَ القَاضِي شَيْخُ الإِسْلَامِ زَكَرِيَّا الأَنْصَارِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: (التَّصَوُّفُ عِلْمٌ تُعْرَفُ بِهِ أَحْوَالُ تَزْكِيَةِ النُّفُوسِ، وَتَصْفِيَةُ الأَخْلَاقِ وَتَعْمِيرُ الظَّاهِرِ وَالبَاطِنِ لِنَيْلِ السَّعَادَةِ الأَبَدِيَّةِ) “الرسالة القشيرية” ص7.
یعنې تصوف هغه علم دی چې په هغه سره د نفسونو تزکیه ، د اخلاقو تصفیه او د ظاهر او باطن جوړښت پیژندل کیږي؛ تر څو انسان ته ابدي نیکبختي ور په برخه شي.
د تصوف د اهمیت په باره کې علماء فرمائي:
قَالَ الإِمَامُ جَلَالُ الدِّينِ السُّيُوطِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: ( أَمَّا عِلْمُ القَلْبِ وَمَعْرِفَةُ أَمْرَاضِهِ مِنَ الحَسَدِ وَالعُجْبِ وَالرِّيَاءِ وَنَحْوِهَا، فَقَالَ الغَزَالِيُّ رَحِمَهُ اللهُ تَعَالَى: إِنَّهَا فَرْضُ عَيْنٍ)
“الأشباه والنظائر” للسيوطي ص504
ژباړه: امام جلال الدین السیوطي رحمه الله وایي: زړه او د هغه مرضونه لکه حسد ریاء عجب او همداسې نور پیژندل نو په دې هکله امام غزالي رحمه الله وایي چې دا فرض عین دی.
حضرت جنيد بغدادي رحمه الله له خپل استاذ محمد بن علي القصاب څخه سوال وکړ، چې تصوف څه دی؟ استاد رحمه الله په ځواب کې ورته فرمايي: چې تصوف د نيکو اخلاقو نوم دی په نيکه زمانه کې له نيک سړي سره د نيکو خلقو په مخکې ښکاره کول.
همدا رنګه د امت له مشهورو او جيدو علماؤ ايمه وو څخه د تصوف داهميت او ګټې په اړه مختلف قولونه نقل شوي دي، د ليکنې د اوږدوالي له وجې نه غواړم چې هغه نقل کړم، خو يو څو نموني ستاسو حضور ته وړاندي کوم.
اول: شيخ ابوطالب مکي رح په قوةالقلوب کې ليکلي: هما علمان اصليان لايستغني أحدهما عن الأخر بمنزلة الإيمان و الإسلام مرتبط کل منهما بآلأخر کالجسم والقلب لا ينفک أحدهما عن صاحبه.
دوهم: شيخ الاسلام محمد زکريا انصاري رح ليکي: الشريعةظاهر الحقيقة، والحقيقةباطن الشريعة وهما متلازمان لايتم أحدهما إلا بالأخر.
دريم: امام مالک بن انس رح فرمايي: من تفقه ولم يتصوف فقد تفسق، ومن تصوف ولم يتفقه فقد تزندق، ومن جمع بينهما فقد تحقق.
څلورم: علامه شامي رح فرمايي: الطريقة والشريعة متلازمان.
پنځم: حضرت ابو الحسین رحمة الله علیه فرمايي: چې تصوف د یو علم او فن نوم نه دی، بلکې تصوف د مجموعه اخلاق حسنه ؤ نوم دی.
شپږم: امام رباني مجدد الف ثاني رحمة الله علیه فرمایي: چې تصوف په اخلاص سره په شریعت باندې عمل کولو نوم دی.
اووم: حضرت اشرف علي تهانوي رحمةالله علیه فرمایي: چې تصوف دیته وایي چې د الله ﷻ په دین کې ځان فناء او ختم کړي.
اتم: حضرت مولانا زکریا رحمة الله علیه فرمایلي: د علم تصوف شروع له دې حدیث مبارک نه کیږي، چې ( إنما الأعمال بالنیات) یعنې په هر عمل کې به دې نیت برابر وي، او آخر د علم تصوف دې حدیث مبارک ته رسېږې چې ( أن تعبد الله کأنک تراه) یعنې هر عمل به په داسې طريقه سره کوې چې ګواکې ته الله ﷻ په سترګو باندې ګوري.
او همدا رنګه د امامانو له نظره تصوف څنګه دی:
حضرت سيدنا امام اعظم ابوحنیفة (متوفى ١٥٠ هجري) رحمه الله تعالى!
څرنګه چي حضرت سيدنا امام اعظم ابوحنیفة رحمه الله تعالى د شرعي علومو امام و، همدا راز د ډیرو لویو صوفي مشایخ کرامو شیخ هم و، لکه چي صاحب د الدرالمختار لیکلې:
أن أبا علي الدقاق قال: أنا أخذت هذه الطريقة من أبي القاسم النصر آبادي، و قال أبو القاسم: أنا أخذته من الشبلي، و هو من السري السقطي، وهو من معروف الكرخي، وهو من داود الطائي، وهو أخذ العلم و الطريقة من أبي حنيفة رضي الله عنه.
ژباړه:
ابو علي دقاق رحمه الله تعالى فرمايي: ما طریقت د حضرت ابوالقاسم النصر آبادي رحمه الله تعالى څخه تر لاسه کړی دئ، هغه د امام شبلي رحمه الله تعالى څخه، هغه د حضرت سري سقطي رحمه الله تعالى څخه، هغه د حضرت معروف کرخي رحمه الله تعالى څخه، هغه د حضرت داود الطائي رحمه الله تعالى څخه او هغه شريعت او طریقت دواړه د حضرت سيدنا امام اعظم رضي الله تعالى عنه څخه ترلاسه کړي وو.
الدرالمختار على هامش ردالمحتار صفحه ۴۱ جلد ۱ طبع بیروت.
حضرت سيدنا امام مالک (متوفى ١٧٩ هجري) رحمه الله تعالى!
حضرت سيدنا امام مالک رحمه الله تعالى فرمایلې دي: من تفقه ولم یتصوف فقد تفسق ومن تصوف ولم یتفقه فقد تزندق و من جمع بینهما فقد تحقق.
ژباړه: څوک چي ظاهري علم تر لاسه کړي او د تصوف علم ور سره و نکړي د هغه څخه فاسق جوړیږي او څوک چي د تصوفو علم تر لاسه کړي او ظاهري علم ورسره و نکړي نو د هغه څخه زنديق جوړیږي او څوک چي دواړه علمونه سره یو ځای کړي نو هغه حقیقت ته ځان ورساوه.
حاشية العلامة العدوي على شرح الإمام الزرقاني على متن العزية في الفقه المالكي، ج٣ص١٩٥، مرقاة شرح مشکاة، ص ۵۲۶ ج ۱ کتاب العلم الفصل الثالث،
حضرت سيدنا امام شافعي (متوفى ٢٠٤ هجري) رحمه الله تعالى!
حضرت سيدنا امام شافعي رحمه الله تعالى فرمايلي دي: حبب إلي من دنياكم ثلاثة: ترك التكلف و عشرة الخلق، و الإقتداء بطريق أهل التصوف.
لنډه دا چې د نفس د اصلاح لپاره یوه بهترینه لار ده. نور نه غواړم چې خبر اوږده کړم الله ﷻ دي مونږ واقعي متصوفین وګرځوي آمین یارب العلمین.
ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام