له الله ﷻ نه حیا
حامد افغان
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما یوه غلام څه غلطي او ګناه وکړه، عبد الله اراده وکړه چې سزا ورکړي، خو غلام ورته وویل: زما سرداره! تا داسې ګناه نه ده کړې چې له امله یې له الله تعالی نه وېرېږې؟ هغه ورته وویل: هو، غلام وویل: نو په هغه ذات قسم درکوم چې تا ته یې مهلت او وخت درکړی؛ ما ته هم وخت راکړه! او عبد الله وخت ورکړ.
څه وخت وروسته غلام بیا څه ګناه وکړه، عبد الله رضي الله عنه بیا د سزا ورکولو اراده وکړه، غلام هماغه خبره ورته وکړه او عبد الله پرېښود. دریم ځل غلام بیا څه ګناه وکړه، عبد الله چې سزا ورکوله غلام څه ورته ونه ویل، نو عبد الله ورته وویل: د هغه مخکې دوه ځله په څېر دې دا ځل ولې هیڅ ونه ویل؟ غلام ورته وویل: سرداره! زما د ګناهونو له تکرار سره ستا له حلم او صبر نه وشرمیدلم، ځکه مې دا ځل څه ونه ویل! په دې خبره عبد الله په ژړا شو او ورته ویې ویل: زه هم باید خامخا له الله تعالی نه حیا وکړم، ځه! د الله لپاره مې ازاد کړې. البداية والنهاية ٣٠٠/١٧
شریعت کې پر حیا زیات ټینګار شوی، حدیث کې راغلي: چې حیا نه لرې؛ هر څه کوه. باید ووایو چې حیا څو ډوله ده، له الله نه حیا، له ملایکو حیا، له خپل ځانه حیا او له خلکو حیا، دې کې تر ټولو لوړه درجه حیا له الله تعالی نه حیا ده، رسول الله ﷺ صحابه کرامو ته وفرمایل: په حقه توګه له الله نه حیا وکړئ. (استحيوا من الله حق الحياء)، هغوی وویل: یا رسول الله، الحمد لله موږ له الله نه حیا کوو، هغه وفرمایل: دا نه، بلکې له الله نه حقه حیا دا ده چې سر او د سر نور غړي له ګناه وساتل شي او ګېډه او د هغې اړوند غړي له ګناه وساتل شي. الترمذي
ناشر:أبي بن کعب مدرسه.کام