د پند او خوند درس
حامد افغان
یوه ورځ استاد خپلو شاګردانو ته وویل: که ستاسو سره (86,400) ډالره یي او یو څوک 10 ډالره درنه وتښتوي، ایا تاسو به له دا پاتې (86,390) ډالرو سره یو ځای په هغه پسې منډې وهئ، که پرېږدئ به یې او خپله لاره به وهئ؟ ټولو شاګردانو ورته وویل: طبعاً موږ به هغه پرېږدو، د پاتې (86,390) ډالرو ساتني فکر به کوو.
استاد وویل: خو نن اکثره خلک ستاسو د چلند پر خلاف روان دي، دوی نه چې څوک لس ډالره وتښتوي هغه پسې منډې وهي وهي تر څو هغه (86,390) ډالر هم ورک او ضایع کړي! شاګردانو وویل: دا ناشونې ده، دومره کم عقلتوب به څوک کوي؟!
استاد ورته وویل: تاسو خو یې زما سره نه منئ؛ زه یې اوس درته ثابتوم، په حقیقت کې دا (86,400) شمیره د شپې ورځې (24 ساعتونو) ثانیې دي! کله چې یو څوک په 10 ثانیو کې کومه بد خبره یا بد چلند درسره وکړي او غوسه دې کړي؛ نو ته یې په هکله پاتې توله ورځ سوچونه او چورتونه وهې او د دې 10 ثانیو له امله هغه پاتې (86,390) ثانیې هم ضایع کړې.
بناءً د چا په بده خبره او ناسم چلند خپل فکر، انرژي او ځواک مه ضایع کوه، پاتې قیمتي وخت غنیمت وګڼه، هغه بده خبر او بد چلند کوونکی معاف، هېر او وبښه! خپل ذهن له جنجاله فارغ کړه او خپل ژوند/کار ته دوام ورکړه. لکه الله تعالی چې خپل استازی ته امر کوي، چې له دوی مخ واړوه او ورته وا سلام. فَٱصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَٰمٌ ۚ .
که دا لیکنه ډېره شیر ، کاپي او کمنټ کړئ؛ نور مومنان به هم ګټه ورنه واخلي او په ثواب کې به تاسو هم شریک شئ.
ناشر: ابي بن کعب مدرسه.کام