ټولنه او اجتماع

قرانکریم او ځمکه ودانول

لیکنه: استاد حامد افغان

الله تعالی قران کریم فرمایي چې مومن به ځمکه ابادوونکی یي او د مومن وجیبه دا ده چې ځمکه به ودانوي. د هود سورت په 61م ایت کې راغلي: د ثمود (قوم) ته مو د هغوی ورور صالح (علیه السلام) لیږلی و، هغه وویل: اې زما قومه! د الله عبادت وکړئ، له هغه پرته ستاسو له پاره بل اله نشته، هغه ذات تاسو له ځمکي تخلیق او پنځولي یئ او هغه ذات ستاسو نه غواړي همدا ځمکه اباده کړئ، نو له هغه نه بښنه وغواړئ او هغه ته توبه وباسئ، بې شکه زما رب نږدې او دعا قبلوونکی دی. وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَاقَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ.

دلته په دې ایت کې زموږ کار له دې لنډې قراني جملې سره ده چې (وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا) ده ، وتلی مفسر امام ابن کثیر رحمه الله د دې جملې په اړه لیکي: یعني او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې د دي ځمکي ودانوونکي ګرځولي یئ، تاسو به دا ځمکه ودانوئ او ګټه به ورنه اخلئ. (2] تفسير القرآن العظيم.

مشهور معاصر مفسر علامه طاهر بن عاشور رحمه الله د دې جملې (وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا) په تفسیر کې لیکي: د اعمار معنا دا ده چې انسانان به په ځمکه کې ودانۍ جوړوي او ونې او فصلونه به په کې کري او همدېته د ځمکي تعمیر وایي. التحرير والتنوير ټوک : 12 مخ: 108.

داراز علامه وهبه الزحیلي رحمه الله لیکي: د عاد له قوم وروسته الله د ثمود قوم ته چې د تبوک او مدینې ترمنځ په “مداین الحجر” کې اوسیدل؛ د دوی یو خپلوان د پیغمبر په صفت ورلیږلی و، چې هغه صالح عليه السلام و. هغه دوی ته یوازې د الله په عبادت امر وکړ او هغوی ته یې د الله پر توحید دوه دلیلونه راوړل: اول دلیل دا چې تاسو الله له ځمکي تخلیق کړي یئ (هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ). دویم دلیل دا چې الله ستاسو نه غواړي چې ځمکه اباده او ودانه کړئ (وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيها) ، یعني تاسو یې د ځمکي ودانوونکي ګرځولي یئ، ځمکه به ابادوئ ، په زراعت، صنعت، ودانیو جوړولو او د کانونو او معادنو په رایستلو سره به له ځمکې ګټه اخلئ. التفسير المنير في العقيدة والشريعة والمنهج للزحيلي 99/12.

شيخ الشعراوي رحمه الله لیکي د {وَاسْتَعْمَرَكُمْ} په جمله کې کاږي: هر کله چې الف، سین او تا ووینې؛ پوه شه چې دلته طلب او غوښتنه ده ، «استعمر» کې همدا خبره ده، یعني الله ستاسو نه د اعمار او ځمکه ودانولو غوښتنه کړي. {وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا}. تفسير الشعراوي الخواطر ټوک: 11 مخ: 6529.

 

ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام

 

 

 

 

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button