الله تعالی انسان ته په دنيا کې ډېر زيات نعمتونه ورکړي. که انسان يوازې په خپل بدن کې د الله تعالی د نعمتونو د شمېرولو اراده وکړي، عاجز به شي. غاښونه هم د انسان په بدن کې ډېر ستر نعمت دی، غاښونه له دې سره سره چې د بدن ښکلا ده، د خوراک د هضم په برخه کې د معدې لپاره ښه مرستندوی هم دي. او د غاښونو د ښې ساتنې تر ټولو ښه لار د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه ده.
د طبي ارزښت تر څنګ په ټولنيز ژوند کې هم د غاښونو پاکوالی ځانګړی ارزښت لري. هغوی چې غاښونه يې خيرن او ژېړ وي، په ټولنه کې ورته په بده سترګه کتل کيږي، په ځانګړې توګه د خاوند او ميرمنې ترمنځ د اړيکو په ټينګښت او ښه والي کې هم د غاښونو پاکوالی ستررول لري. اسلام د ټولنيزو ادابو په مراعت ډېر ټينګار کړی او هغوی چې بدبويه خوراک وخوري د اسلامي لارښوونو له مخې تر هغو چې خوله او غاښونه يې پاک کړي نه وي، بايد جومات ته ولاړ نشي.
غاښونه بايد هر وخت په مسواک يا برش پاک کړای شي(البته د برش کارول بايد ددې لامل نشي، چې مسواک يو مخ پرېښودل شي) خو ځينې وختونه داسې دي، چې هلته د مسواک کارول ډېر مناسب دي. مشهور ليکوال عالم ابن عابدين شامي رحمه الله د مسواک کارونې ځينې مناسب وختونه په لاندې ډول ياد کړي دي:
۱- کله چې غاښونه ژيړ شي او خوله بدبويه شي.
۲- له خوب وروسته.
۳- له لمانځه مخکې.
۴- کورته د ننوتلو پرمهال.
۵- مجلس ته له تګ وړاندې.
۶- د قران کريم د تلات لپاره.
عالمانو د غاښونو پاکولو لپاره ځينې نور مناسب او غوره وختونه هم ليکلي دي.
تَغَيُّرُ الْفَمِ، وَالْقِيَامُ مِنْ النَّوْمِ وَإِلَى الصَّلَاةِ، وَدُخُولُ الْبَيْتِ، وَالِاجْتِمَاعُ بِالنَّاسِ، وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ؛ لِقَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ: إنَّ السِّوَاكَ مِنْ سُنَنِ الدِّينِ فَتَسْتَوِي فِيهِ الْأَحْوَالُ كُلُّهَا. (حاشية ابن عابدين (رد المحتار) (1/ 114)
ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام