درجه ( اولی )
۱. د متخصصو او مسلکي استادانو لخوا تدریس
۲. د قرآن کریم د حفظ او تجوید لپاره ځانګړې شعبه
۳. د طالبانو اخلاقو او تربیې ته ځانګړې پاملرنه
۴. د عربي ژبې د زده کړي مستقله څانګه
۵. د طالبانو بدني تربیې ته ځانګړې څانګه
۶. د دیني علومو تر څنګ اړین عصري مضامین: لکه عربي، انګلیسي، ریاضي، حسن خط، فن خطابت ( ویناوالي) او لیکوالي
۷. درسي کتابونه او نور مواد په وړیا توګه برابرول
۸. د طالبانو لپاره له اسلامي او افغاني کلتور سره سم ټاکلی لباس (یونیفورم)
۹. د طالبانو د جرأت د زیاتېدو او په هغوی کې د ښې وینا کولو د وړتیا په موخه مختلف پروګرامونه برابرول
۱۰. د تعلیم په جریان کې هره میاشت میاشتني امتحان اخیستل
۱۱. تعلیمي کال کې دوه ځله دقیق تحریري امتحان اخیستل