مطالعه يا کتاب کتل هغه ښکلی عادت دی، چې په نړۍ کې هر ډول نوی پرمختګ او ترقي يې زېږنده ګڼل کيږي. په سياسي، اقتصادي او ساينسي برخو کې د هر نوښت تر شا هرو مرو د يوې علمي څيړنې او بحث لاس دی. د غرب صنعتي انقلاب د مطالعې او کتاب کتنې پايله وه، چې غربيان يې له تورې او ځيږې دورې څخه پرمختللي ژوند او پر نړۍ د واک جوګه کړل.
که څه هم موږ په داسې لويه وچه (اسيا)کې اوسيږو، چې تر نورو لويو وچو ډېرې طبعي منابع او د ترقۍ او پرمختګ ډېر اسباب لري؛ خو بيا هم لکه څرنګه چې مناسب ده، په هغه کچه مو پرمختګ نه دی کړی. ددې کار بنسټيز لامل له کتاب کتنې، مطالعې او څيړنې سره نا اشنايي او ليرې والی دی. موږ به هغه مهال ددې نړۍ د ترقۍ او پرمختګ په بېړۍ کې د نورو ملتونو سره ملګري شو، چې د دغې ناروغۍ درملنه وکړو.
ددې تر څنګ زموږ په ټولنه کې تنګ نظري او افراطيت هم يوه ستره ستونزه ده. که څه هم په ديني مسائلو کې د علماوو تر منځ د نظر اختلاف په ټول دين د عمل لپاره د اساني لار او رحمت دی؛ خو اوس چې په ځينې ديني کړيو کې اختلافات تر شخړو، جګړو، وژلو او د يو بل پر ضد د ښکنځلو تر بريده رسېدلي، لامل يې همدا له کتاب کتنې او مطالعې څخه ليرې والی دی.
ډېره مطالعه د معلوماتو د ډېرښت سبب دی او همدا ډېر معلومات بيا د اعتدال او فکري وسعت لامل کيږي، چې ورسره په ټولنه کې ستونزې او کړاوونه کميږي.
له نن څخه سلګونه کاله وړاندې مطالعه د مسلمانو پوهانو مشغله وه. هغه مهال، چې غربيانو په دې خبره باندې بحثونه کول، چې ښځه انسان دی او که نه؟ مسلمان عالمان له مطالعې او کتاب کتنې سره بلد وو ؛ خو نن غرب کې مطالعه ډېره عامه شوې، تر دې چې عام خلک هم په کال کې تر لسو زيات بېلابيل ګټور کتابونه مطالعه کوي؛ خو له بده مرغه چې موږ د خپلو اسلافو ښکلی عادت پرې ايښی او قيمتي وختونه مو په ډېرو بې ګټې شيانو کې ضايع کيږي.
ناشر:ابی بن کعب مدرسه.کام