تر اسلام وړاندې او د اسلام د راتګ پرمهال ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه عربو کې نژادي او ژبنی تبعيض عام و، د هغه مهال عربو هيڅوک له ځان سره سيال نه ګڼل، دغه راز په خپله د عربي قبيلو ترمنځ هم قوم، رنګ، کسب او رنګ د لوړوالي معيار ګڼل کيدی
اسلام د انسانانو تر منځ دغه ډل توپيري چلند رد کړ، د هر انسان حقونه يې د بل په څېر وګڼل او څرګنده يې کړه، چې عرب په عجم، سپين په تور او تور په سپين هيڅ ډول لوړوالی او برتري نه لري، بلکې د لوړوالي او غوره والي معيار تقوا او د الله تعالی ويره ده، هغه تر ټولو ډېر غوره دی، چې ډېره تقوا ولري، که څه هم په رنګ، قوم او ځواک کې کمزوری وي
حضرت ابو هريره رضي الله تعالی عنه نه روايت دی، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: « الله تعالی ستاسې رنګونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې زړونو او عملونو ته مو ګوري
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ»(مسند أحمد:7827)
مطلب دا چې د الله تعالی په وړاندې ستاسو ښايسته جسمونه او ډېر مالونه اعتبار نه لري، که اعتبار لري، هغه زړونه او نيک عملونه دي
دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل وروستني حج (حجة الوداع) کې تر يو لک شل زره زياتو صحابه کرامو ته په خپله تاريخي وينا کې وفرمايل، چې ستاسو ټولو پلار يو دی، په تاسو کې هيڅ يو پر بل لوړوالی او بهتري نه لري، عرب په عجم او عجم په عرب، سپين په تور او تور په سپين لوړ او غوره نه دی، لوړوالی او بهتري په تقوا کې ده
رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو کړنو له لارې هم ټولې نړۍ ته دغه مهم پيغام رسولی دی، د بيلګې په ډول د مکې د فتحې په ورځ يې حضرت بلال رضي الله عنه ته وويل چې د کعبې مبارکې پر چت اذان وکړي، دغه ستر وياړيې حضرت بلال رضي الله عنه ته ورکړ، سره له دې نه چې بلال رضي الله عنه يو تورپوستی حبشي غلام و او بدن يې کمزوری و او په دې ورځ د قريشو ډېر لوی لوی مشران موجود وو، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې کړنې سره غوښتل وښيي، چې د لوړوالي او عزت معيار رنګ، قوم، هيواد او مال نه دی، بلکې تقوا او د الله تعالی ويره ده