اسلام پوهنه

سفر_کې_دکتابونو_مطالعه!

د مرتض زبیدی په کتاب “تاج العروس من جواهر القاموس” په مقدمه کې د قاموس دمصنف علامه قاضي القضاة مجدد الدین ابوطاهر محمد بن یعقوب بن محمد الشیرازی الفیروز آبادي چې ډیر دتیزې حافظې خاوند و،داووه کالو عمر کې یې قرآن حفظ کړ، دی خپله وایي چې زه به د سلو خطونو (سطرونو) دیادولو څخه بغیر نه ویده کیدم، دعلم په خاطر یې مختلفو هیوادونو ته ډیر سفرونه کړي دي لکه:(عراق، روم، هند، او مصر ) او په یادو هیوادونو کې یې د ډیرو علماو څخه ډیر علم هم حاصل کړی او دډیرو علماو سره یې ملاقاتونه هم کړي چې ده یې یو فهرست هم تیار کړی، دتفسیر، حدیث سره یې په علم لغت کې هم ډیر مهارت درلوده .

دده په سوانحو کې راځي:چې له ده سره به سفر کې دکتابونو یو بوج و او هر پړاو کې به یې دهغې مطالعه کوله.
(مطالعه کی اهمیت)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تاسو کې څوک دسفر مطالعې عادت لري؟
#عبدالحسیب_منصور .
جمادی الثانیه۱۴۴۵هـ

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button