روژه کې يوازې د خوراک او څښاک پرېښودل مطلوب نه دي
م. احسان الله بلال
د رمضان مبارک مياشت کې روژه نيول د الله تعالی حکم دی او تعميل يې په هر بالغ، روغ او مقيم مسلمان فرض دی. که څه هم روژه د رمضان په مياشت کې د ورځې د خوراک، څښاک او نفسي خواهشاتو پرېښودلو ته وايي؛ خو په شريعت کې يوازې د خوراک او څښاک پرېښودل مطلوب نه دي، بلکې د خوراک او څښاک پرېښودلو سربيره د ګناهونو پرېښودل او په عبادت کې زياتوالی هم مطلوب دي.
علماء ليکي چې د رمضان مياشت کې د روژې د فرضيت يو حکمت دا هم دی، چې انسان د ګناه پرېښودلو تمرين وکړي او تقوا دارشي، همدا حکمت الله تعالی هم په قران کريم کې فرمايلی دی: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [البقره:۱۸۳]
ژباړه: اې مؤمنانو! پرتاسو باندى روژه داسىې فرض شوې ده، لكه چې له تاسونه پرمخكنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې ځان ساتنه وكړئ.
په پورته ذکر شوي ايت کريمه کې الله تعالی د روژې د فرضيت له حکم او فرمان وروسته فرمايي: (لعلکم تتقون) يعنې د روژې نيولو کې حکمت او راز دا دی، چې په دې سره په تاسو کې تقوا پيدا کيږي.
که يو څوک د رمضان مياشت کې يوازې خوراک ، څښاک پريږدي، که څه هم فرض يې له غاړې لويږي او قضاء پرې لازمه نه ده؛ خو د روژې له نيولو مطلوب اهداف او ثواب نه ترلاسه کيږي، رسول الله فرمايي: (رُبَّ صائِم لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيامِهِ إِلا الجُوعُ وَرُبَّ قائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ قِيامِهِ إلا السهر) ژباړه: ډېر روژه دار داسې وي، چې يوازې لوږه يې په برخه شي او ډېرو عبادت کوونکو ته يوازې بې خوبي پاتې شي.
امام مناوي رحمه الله په فيض القدير کې د امام غزالي رحمه الله په حواله ليکي، چې له دې څخه هغه روژه دار مراد دی، چې حرام خوري، غيبت کوي او ګناهونه، نه پريږدي. او له عبادت کوونکي څخه هغه کس مراد دی، چې عبادت د ځان ښودنې او ريا لپاره ترسره کوي.
لنډه داچې روژه کې د الله تعالی له لوري د خوراک او څښاک پرېښودلو حکم له دې امله نه دی، چې الله تعالی د بنده ګانو وږي کول غواړي، بلکې ددې لپاره دی، چې په دغه مياشت کې مسلمانان د زيات عبادت او ګناهونو پرېښودلو تمرين وکړي، تر څو په نورو میاشتو کې هم د عبادت کولو او د الله تعالی له نافرمانۍ د ځان ژغورلو ځواک پکې پیدا شي.
ناشر: أبي بن کعب مدرسه.کام