د کونډو او يتيمانو پالنه
اسلم وايي: له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره بازار ته ووتلم، هغه پسې له شا يوه ځوانه ښځه راغله، هغې ورته وويل: اې امير المؤمنين! مېړه مې مړ شوی دی، واړه ماشومان راپاتي دي، هغوی نه د خوراک لپاره غوښه لري، نه د پيو څاروی لري او نه کرونده لري. وېریږم دې وچکالي کې رانه هلاک نه شي.
او زه د خُفَافِ بن إيماءَ الغفاريِّ، لور يم، پلار مې حديبية کې له رسول الله ﷺ سره يوځای و. عمر نور تګ بس کړ او له هغې سره ودريدی، هغې ته يې وويل: هرکله راشې، ته زموږ له خپلوانو نه يې، بیا عمر له يوه کوره پياوړی اوښ راروان کړ، په هغه يې دوه انډي بار کړل، چې هغه خوراکي توکي او جامې وې او د اوښ مهار يې هغې ښځې ته په لاس کې ورکړ.
عمر هغې ته وويل: دا اوښ وله، تاسو چې دا مواد خورئ زه به نور دروليږم! هلته موجود يوه سړي عمر ته وويل: امير المؤمنين! دې ښځې ته مو زيات سامان ورکړ! عمر ورته وويل: مور دې بوره شه! ما يو وخت د دې ښځې پلار او ورور ليدلي وو چې د کفارو يوه کلا يې محاصره کړې وه او فتحه يې کړه او موږ د دوی له برخو غنيمت ترلاسه کړ. رواه البخاري
ابن حجر رحمه الله وايي: د دې ښځې نوم نه دی راته معلوم، خو دومره معلومه ده چې دا صحابيه وه، هوښياره او ښه فصيحه او بليغه وه. او بله نادره دا ده چې پخپله دا ښځه، پلار يې خفاف، نيکه يې ايماء او غور نيکه يې رحضة؛ څلور واړه صحابه وو! رضي الله عنهم، نيکه يې ايماء د حديبيې په سفر کې رسول الله ته ۱۰۰ پسونه او دوه اوښان هم ورکړي وو. له کيسې معلوميږي چې عمر رضي الله عنه د شهداؤ د کونډو او يتيمانو پالنه څومره په اخلاص او غوره توګه کوله