عمومي

!د ځواني قدر وکړئ

م. احسان الله بلال

ځوانۍ د الله تعالی ستر نعمت دی، په ځوانۍ کې انسان د برياليتوب ډېرو لوړو پوړونو ته ختلی شي. په ځوانۍ کې د انسان انرژي پوره وي او هر ډول کار چې وغواړي، کولی يې شي، همدا د ځوانۍ عمر کې انسان د دنيا او آخرت لپاره توښه برابرولی شي، خو ددې نعمت پر قدر ډېر لږ ځوانان پوهېږي، ډېر يې د خپل عمر دغه قيمتي پړاو په بې ګټې کارونو کې تېروي په ځوانۍ کې عبادت او له ګناهونو څخه ځان ساتل د بوډاوالي له عبادته غوره دی، ځکه چې په بوډاوالي کې انسان د ګناه کولو هوس نه لري، نو نه کول يې دده کمال نه دی، خو په ځوانۍ کې د ګناهونو هوس ډېر څپاند وي، اوس چې يو ځوان د ګناهونو له هوس سره سره، نه يوازې ګناه نه کوي ، بلکې عبادت هم کوي، د ډېر ثواب او ښې بدلې وړ دی علماء کرام رحمهم الله تعالی ليکي، چې په ځوانۍ کې عبادت د پيغمبرانو طريقه ده، نو څوک چې په ځوانۍ کې عبادت کوي، هغه د پيغمبرانو پر لاره روان دی او د پيغمبرانو پر لاره تلونکي بريالي دي. د ځوانۍ عبادت د کميت او کيفيت دواړو له پلوه ښه وي. ځوان کولی شي ډېرې روژې، لمونځ ، جهاد او نور عبادتونه وکړي، خو بوډا د بدن د کمزورۍ له امله ډېر عبادت نشي کولی. دغه راز ځوان په ښه او سالم ډول عبادتونه انجامولی شي، ځکه بدني ځواک يې ډېر وي، خو له بوډا سره بدن د ښه عبادت کولو ملګرتيا هم نه کوي

د ځوانۍ کار او کوښښ د راتلونکي ښه ژوند لپاره د توښې مثال لري، موږ چې په دنيا کې څومره بريالي انسانان وينو، بريا يې په ځوانۍ کې د خواريو پايله او نتيجه ده، هغوی چې په ځوانۍ کې يې خپل هدف ته د رسيدو لپاره ستر پړاوونه وهلي او ځوانۍ يې په بې ګټې چارو کې نه ده ضايع کړې، په تاريخ کې د سترو انسانانو په نامه ياديږي خو ځوانۍ هميشه نه وي، بلکې ډېره ژر ختمېږي، د ځوانۍ يوه ورځ چې تېره شي، د بيا راګرځولو قيمت يې نشته، ان ټوله دنيا يې هم قيمت نه دی. موږ بايد په ځوانۍ کې کار او زيار وکړو، په ځانګړې توګه د اخرت د تل پاتې ژوند د هوساينې لپاره، د شيطان په دې وسوسو او چلونو دوکه نه شو، چې راته وايي: اوس خو ځوان يې، ډېر دې عمر پاتې دی، په سپين ږيرتوب کې به بيا عبادتونه کوې، ځکه موږ نه پوهيږو، چې کله مرو؟ ايا د بوډاوالي عمر ته رسېږو او که نه؟ مرګ خو پر ځوانۍ هم نه دی تړلی، بيا که ورسېږو، هغه مهال به د عبادت کولو فرصت برابر وي او که نه؟

!دا هرڅه نامعلوم دي، نو د ځوانۍ قدر وکړئ! په بې ځايه او بې ګټې کارونو کې يې مه مصرفوئ، د دنيا او آخرت د ښېرازۍ لپاره له دغه طلايي فرصت څخه په ښه او سالمه توګه ګټه پورته کړئ

!کاشکې، چې موږ د ځوانۍ او وخت پر قدر پوه شو! کاشکې !کاشکې! کاشکې

ناشر: ابي بن کعب مدرسه.کام

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Check Also
Close
Back to top button