حدیثزندگیعمومي

د وخت ارزښت

راټولونه اوژباړه: قاري عبدالله محمدي

له ډیري مودې راهیسې مې په زړه کې وؤ چې ځوانانو د را ویښولو لپاره او هغوي ته د وخت ارزښت په هکله یو څو کرښې ولیکم. خو د زیاتو مصروفیتونو له وجې مې ونشو کولاي چې یو څه ولیکم لله الحمد اوس یو څه فرصت را ته پیدا شو نو ومې وغوښتل چې له همدې فرصت نه د ګتې اخیستنې په موخه یو څه ځوانانو ته ولیکم د الله تعالی نه امید لرم چې دا مختصره لېکنه به زمونږ اوستاسې د دنیا او اخرت د کامیابي سبب شي.

زه دا وایم چې تاسوبه د مشرانو څخه دا جمله ډیره اوریدلي وي چې وایي، وخت سره زر دی. خو زه وایم چې نه، وخت ژوند دی او ژوند له سرو زرو خورا ډیر قیمتي دی. د پیدایښت او مړیني تر منځ چې کومه زمانه ده همدا د انسان ژوند دی. که یو څوک سره زر نه لري نو یوه ورځ نه یوه ورځ به یې تر لاسه کړي خو تېر وخت هیڅکله انسان بیا نشي تر لاسه کولي.

ما ډیری داسې ځوانان لیدلي چې خپل وخت په عجیبه توګه سره تیروي. که شپه ورباندې اوږده شي نو په بې ګټو خبرو او یا هم د اوسني ټیکنالوجی سره یې داسې تیروي چې هیڅ ګټه هم نه ورسوي. او که ورځ ورباندی اوږده شي نو بیا یې په خوب تیروي.

د وخت ارزښت په هکله مې د مختلفو علماوؤ کتابونه لوستي او مخکنیو علماوؤ د وخت ارزښت په هکله خوارا ډیر تأکید کړي ده. پدې کې هیڅ شک نشته چې مخکنیو علماوؤ د وخت خورا زیاته ستاینه کړي. چې زه یې د داؤد الطائي مثال د اسلامي نړي نامتو عالم او غښتلي لیکوال شیخ عبدالفتاح ابوغده له کتاب (قيمة الزمن عند العلماء) څخه تاسو ځوانانو سره شریکوم.
داود الطائي به د وچې ډوډۍ ټوکړې خوړلي او ویل به یې چی د وچې او لمدې ډوډۍ تر مینځ دومره توپیر ده چې کله وچه ډوډي خورم نو دومره وخت را زیات شي چې په هغه وخت کې پنځوس آیتونه تلاوت کیدای شي.

شیخ عبدالفتاح ابوغده په خپل کتاب کې لیکي، د سلفو ځینې علماوؤ به خپلو شاګردانو ته دا توصیه کوله چې یو ځای سره مه ځي بلکه جلا جلا لاړ شی، ځکه چې جلا جلا ځۍ نو د قرآن کریم تلاوت خو به وکړئ، خو که یو ځای سره ولاړ شي بیا به خبري سره کوی.

تم شه اې ځوانه!

د مسلمانانو دویم خلیفه حضرت عمر فاروق “رضي الله عنه” به همېشه دا دعا کوله:

ای خدایه! مونږ له تانه د ژوند د ګړیو د ښه والي سوال کوو، زمونږ په وختونو کې برکت واچوې. ده به ویل چې ماته ډیر بد ښکاري چې یو څوک داسې ووینم چې نه د دین کار کوي او نه هم د دینا .

همدا راز إبن القيم الجوزي رحمه الله فرمایلي دي:

ژباړه: د وخت ضایع کول له مرګ نه هم ډیر سخت دي، ځکه د وخت ضایع کول دې له الله تعالی او د اخرت له کور نه قطع کوي او مرګ دې له دنیا او څه چې په دنیا کې دي یعني اهل د دنیا څخه قطع کوي.

امام شافعي رحمه الله فرمایلي دي:
ژباړه: وخت چې دی د تورې په شان دی چې قطع یې نه کړي یعنې فایده ترې وانخلې نو تا قطع کوي.

نو اې ځوانه:
مسلمان ته د خپل دين له لوري دا ټينګار شوی دی چې خپل وخت بايد بې ځايه تېر نکړي د حديثو نامتو امام ابوداود رحمة الله عليه وايي:

چي ما خپل کتاب (سنن ابوداود) د پنځه لکه حديثونو څخه منتخب کړى دى (د ده دکتاب ټول حديثونه څلور زره او اته سوه دي) وايي: په دې ټول کتاب کې څلور داسي احاديث دي چي د اسلامي نظام ټول ژوند پر هغو باندي ولاړ دی، يعني که دا څلور حديثونه عملي شي نو مکمل اسلامي ژوند به رامنځ ته شي، په هغو څلورو حديثونو کې يو دا دی:

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مِنْ حُسْنِ إِسْلَامِ الْمَرْءِ، تَرْكُهُ مَا لَا يَعْنِيهِ»
ژباړه: د سړي د اسلام په حسن او ښه والي کې يوه خبره دا هم ده چې انسان دي بې ګټي کارونه پرېږدي، نو که چيري په دې حديث عمل وشي او بې ګټې کارونه پرېښودل شي وخت به د ګټورو کارونو څخه ډک شي او د ضايع کېدو څخه به وساتل شي.

نو ای ځوانه!
خیال کوه تیر وخت هیڅکله هم بیرته نه راګرځي.
دا چې په نړۍ کې مشهور علماوؤ او فیلسوفانو د نظریو او تیوریو څخه نن مونږ او تاسې ګټه اخلو دا د هغه څه ښکارندويې کوي کوم چې د وخت په ارزښت پوه خلک وه او د وخت ساتلو خورا زیات کوښښ یې کاوه. که له بلی زاویې یې وګورو نو دا معلومیږي چې د مخکنیو علماوؤ ډیرې لیکنې د هغوي د وخت په ښه ساتلو دلالت کوي.

نو اې ګرانه ځوانه !
ښه پوه شه چې وخت دومره زیات ارزښت لري چې یوه ثانیه یې هم باید ضایع نشي. نن چې مونږ افغان ځوانان په کومه بې پروایې سره خپل وخت ضایع کوو او د ژوند خوږې شپې او ورځې په ډیرې بې غمۍ سره سبا کوو داسې احساس کیږي چې نه مونږ سره هیڅ غم شته او نه هم هیڅ دښمن لرو. له دې نه نا خبره یو چې نړۍ د نوښت او ابتکار په ډګرونو کې څومره په تیزۍ سره حرکت کوي، او مونږ په ډیره بې پروایې سره ورته ګورو. راځۍ ځوانانو نور بس ده اود غفلت خوب نه راویښ شي.

خلاصه:
د ټولو خبرو خلاصه مې دا ده چې په دنړی کې هغه کسان چې موږ او تاسو یې د ترقي او پر مختګ په حالت کې وينو.
لکه: څوک په هوا کې الوتکې چلوي، څوک لوی علماء او پوهان، څوک لوی سياسي شنونکي، څوک ستر ليکوالان، دغو ټولو کسانو د وخت قدر کړی و؛ ځکه خو دغو لوړو مرتبوته ورسيدل. او چا چې د وخت قدر نه دی کړی هغو ته وخت د تل لپاره لوی دښمن ګرځيدلی ده.

په پای کی د یو افغان ځوان په صفت می د ټولو ځوانانو څخه هیله ده چی نور د وخت ضایع کول بس کړی او خپل مسولیت او حق کوم چی دین او هیواد یی پر تاسو لري سرته ورسوي. که چیري مونږ سره د هیواد د بیارغوني او پرمختګ زره احساس هم شتون ولري نو ببا به هیڅکله هم په هغه کارونوکې وخت ضایع نکړو کوم چی بی ګټي وي. تر څو هیواد مو د شته بدبختیو څخه خلاصون ومومي او د خپلو سیالانو سره سیال شو. نو د لوی څښتن تعالي څخه غواړم چی په مونږ ټولو کې دي وخت ارزښت احساس پیدا کړي.
ومن الله التوفيق.

ناشر: ابي بن کعب مدرسه.کام وېبپاڼه

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Check Also
Close
Back to top button