اسلام پوهنه

د روا اړتياوو د پوره کيدو تر ټولو غوره لار..؟!

مفتي صاحب احسان الله بلال

اوس مهال ټول خلک له ستونزو او کړاوونو څخه سر ټکوي، د هرې طبقې او پېشې خلک په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان وي، هر څوک خپه وي، هر لور ته پرېشاني او خپګانونه وي، هرڅوک د ډاډمن او مطمئن ژوند د نه شتون له امله شکايتونه کوي.

دغه راز ډېر خلک داسې دي، چې له پورونو، ناروغيو او ډول ډول مصيبتونو څخه کړيږي، هغوی په خپل ژوند کې ډېرې اړتياوې لري، چې د پوره کېدو لپاره يې شپه ورځ هڅې کوي، خو بيا يې هم اړتياوې نه بشپړيږي، ټوله ورځ په دې فکر کې وي، چې په څه ډول خپلې اړتياوې بشپړې کړي.

د روا اړتياوو لپاره تر ټولو غوره لار، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لوري ښودل شوې نسخه (صلاة الحاجة) ده. د حضرت عبدالله بن ابي اوفی رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی، هغه فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« څوک چې الله تعالی او يا کوم انسان ته څه اړتيا لري، ښايسته اودس دې وکړي(چې فرضونه، سنتونه او اداب پکې مراعات شي) بيا دې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، بيا دې د الله تعالی ثناء او ستاينه وکړي، په نبي عليه السلام دې درود شريف ووايي او بيا دې (دا دعا) ولولي:

لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الحَلِيمُ الكَرِيمُ، سُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ العَرْشِ العَظِيمِ، الحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ، أَسْأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحْمَتِكَ، وَعَزَائِمَ مَغْفِرَتِكَ، وَالغَنِيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلَامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لَا تَدَعْ لِي ذَنْبًا إِلَّا غَفَرْتَهُ، وَلَا هَمًّا إِلَّا فَرَّجْتَهُ، وَلَا حَاجَةً هِيَ لَكَ رِضًا إِلَّا قَضَيْتَهَا يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ » [سنن الترمذي، باب ماجاء في صلاة الحاجة، رقم الحديث:479]

دا ډېره مجربه نسخه ده او په کولو سره يې روا او مشروع اړتياوې بشپړيږي او ددغه لمانځه او دعا تر ټولو غوره وخت د تهجد لمانځه وخت دی.

 

ناشر: د حضرت أبي بن کعب رضي الله عنه مدرسې رسمي وېبپاڼه

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button