الله تعالی د د نيا او انساني نوعې له پيدايښت سره هممهاله د انسانانو د لارښوونې لپاره، خپل استازي (پيغمبران عليهم السلام) هم راليږلي دي او تر ټولو د وروستي پېغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په وفات سره دغه لړۍ پای ته ورسېده او د دعوت ارزښت ته په پام سره ددې ستر کار چارې علماوو ته وسپارل شوې، چې تر قيامته پورې به د انسانانو د لارښوونې لپاره دغه لړۍ روانه وي
ددې لپاره چې دداعي دعوت مؤثر شي او غوره پايلې ولري، علماوو، له قران کريم، نبوي حديثونو او د برياليو داعيانو له ژوند ليکونو څخه ځينې غوره ځانګړنې او خويونه را اخيستې دي. په دغو خويونو او ځانګړنو کې يوه داده چې داعي بايد په ډېره نرمي سره حق خبره وکړي. په دې هکله الله تعالی موسی او هارون عليهماالسلام ته لارښوونه کړې ده: (اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى . فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى. [طه:۴۴،۴۳]
ژباړه: فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى. نرمه خبره ورته وكړئ ښايي ويې مني يا ووېريږي
په پورتني ايت کې الله تعالی خپلو استازو ته لارښوونه کوي چې د فرعون په څېر ستر کافر او باغي ته هم نرمه خبره وکړئ؛ ځکه چې نرمه بلنه غوره اغېز لري. مفسرين رحمهم الله ليکي، چې که څه هم فرعون د موسی او هاورن عليهما السلام بلنه ونه منله؛ خو په دې کې نورو داعيانو ته وصيت دی، چې دعوت يې بايد په ډېره نرمه لهجه وي
د دعوت په برخه کې د رسول الله عليه وسلم کړنلاره هم دا څرګندوي، چې داعي بايد په نرمي سره خلک ښو چارو ته راوبولي او له بدو يې ايسار کړي. له حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دی، چې يو ځوان رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او غوښتنه يې وکړه يې چې د زنا اجازه راکړه! مجلس کې ناستو خلکو ځوان ملامت کړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل نږدې راشه، هغه ورته نږدې شو. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته دا کار د خپلې مور له پاره خوښوې؟ځوان: نه، په الله لوړه کوم، چې دا کار د خپلې مور لپاره نه خوښوم
رسول الله صلی الله عليه وسلم: خلک يې هم د خپلو ميندو لپاره نه خوښوي. بيا يې پوښتنه ترې وکړه: ته دا کار د خپلې لور لپاره خوښوې؟ ځوان: نه، په الله لوړه کوم، چې دا کار د خپلې لور لپاره نه خوښوم. رسول الله صلی الله عليه وسلم:خلک يې هم د خپلو لورګانو لپاره نه خوښوي. بيايې پوښتنه ترې وکړه: ته دا کار د خپلې خور لپاره خوښوې؟ ځوان: نه، په الله لوړه کوم، چې دا کار د خپلې خور لپاره نه خوښوم. رسول الله صلی الله عليه وسلم: نور خلک يې هم د خپلو خويندو لپاره نه خوښوي. بيا پوښتنه ترې وکړه: ته دا کار د خپلې ترور(عمه/خاله)لپاره خوښوې؟ ځوان: نه، په الله لوړه کوم، چې دا کار د خپلې ترور لپاره نه خوښوم. رسول الله صلی الله عليه وسلم: نور خلک يې هم د خپلو تريندو لپاره نه خوښوي.بيايې خپل مبارک لاس پرې کېښود او داسې دعا يې وکړه: « اې الله ! ګناه يې وبښې، زړه يې پاک کړې او د شرمګاه ساتنه يې وکړې!» راوي وايي چې له دې وروسته دې ځوان دې کارونو ته هيڅ توجه نه کوله
حديث څخه څرګنده شوه، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په څومره نرمي او غوره استدلال سره ځوان د ګناه له کاره ايسار کړ او دغه راز دا هم معلوميږي، چې ددغه ډول دعوت پايلې څومره مثبتې وي او څومره لاسته راوړنې لري