درجه متوسطه
۱. د الله تعالی د رضا د لاس ته راوړلو په موخه د دین خدمت
۲. د اسلامي علومو خپرول
۳. د اولس د بچیانو په سوچه اسلامي روحیه روزنه
۴. ځوان نسل په اسلامي فکر ، اسلامي او عصري علومو سمبالول
۵. د ټولنې معنوي پرمختګ ته زمینه برابرول
۶. مدرسه په یو اغیزمن اصلاحي، دعوتي او علمي مرکز بدلول
۷. د اولسونو تر مینځ د یووالي او ورورګلوۍ د ټینګښت لپاره هڅې کول
۸. د دیني علم د خپرولو له لارې د مسلمانانو ترمینځ د کرکې او نفرت له مینځه وړل