اسلام پوهنه

امام_شافعي_رحمه_الله!

د دویمې هجری صدۍ په پای کې الله تعالی اسلام ته هغه هستۍ ورکړه چې دهغه نوم (محمد بن ادریس الشافعي) رحمه الله دی، دامام شافعی پیدایښت په (۱۵۰هـ) کې په هغه کال اوشو چې په کوم کال امامنا امام أبوحنیفه رحمه الله
وفات شو ـ (قدرت دا خالیګا په په امام شافعی پوره کړه).

امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: “لو لا الشافعي ما عرفنا فقه الحدیث” که امام شافعی نه وای نو مونږ (محدثینو) ته به دا خبره نه وه معلومه چې فقه الحدیث څه شی ده!
یعنې حدیث نه به د مسائلو استنباط څنګه کیږي!.

د ربیع بن سلیمان مراوي قول دی: “أصحاب الحديث لايعرفون تفسير الحديث حتى جاء الشافعي” حاملان دحدیثو دحدیث له تفسیر سره نا اشناو تر دې چې امام شافعی دنیا ته راغی.
الزعفراني وایي: “كان أصحاب الحديث رقودا حتى أيقظهم الشافعي” اصحاب الحدیث ټول بیده و، امام شافعی چې راغی دوی یې رابیدار کړل.
احمد بن سنان وایي: “لو لا الشافعي لا ندرس العلم بالسنن”
که امام شافعي نه و، مونږ به علم دسنتو په څیر نه و لوستی اوزده کړی.
أبو حاتم رازی وایي: “لو لا الشافعي لکان أهل الحدیث في عمی” که امام شافعي نه و،نو اصحاب الحدیث به په نابینائي کې و(یعنې ړانده به و).
محدثینو به داسې اعتراف او امتنان کاوه دده په هکله ـ بل طرف ته دی دمحدثینو باره کې داسې وایي: “جزاهم الله خیرا، هم حفظو لنا الأصل، فلهم علینا فضل”
الله تعالی دې محدثینو ته اجر ورکړي، دوی ز مونږ لپاره د اصل(سنت) خفاظت کړی، د دې وجې په مونږ باندې د دوی فضلیت حاصل دی.
ــــــــــــــــــــــــــ
څومره خوند کوي دواړه خواو ته احترام!
الله تعالی دې زمونږ ددې عصر په علماو کې هم داسې احترام او اعتراف پیدا کړي.
تدوین فقه واصول فقه.
#عبدالحسیب_منصور .
رجب المرجب ۱۴۴۵هـ

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button