روژه – د تقوا، رحمت او مغفرت میاشت

بسم الله الرحمن الرحیم.
الحمد لله کرمنا بنعمة الاسلام، و أعطانا التوفيق لصوم رمضان، و صلوة و سلام علی رسوله الکريم و اله و صحبه اجمعين.
روژه – د تقوا، رحمت او مغفرت میاشت
روژه د اسلام له مهمو عبادتونو څخه ده، چې د مسلمانانو لپاره د روحاني، اخلاقي، او فکري اصلاح یوه غوره موقع ده. دا میاشت د صبر، شکر، او تقوا د روزنې یوه بشپړه دوره ده، چې د ایمان خاوندان یې د الله تعالی قرب ته نږدې کوي. روژه یوازې د خوراک او څښاک پرېښودل نه دي، بلکې دا د نفس کنټرول، د اخلاقو سمون، او د معنوي ارزښتونو د ترلاسه کولو غوره عبادت دی.

د روژې فرضیت او ارزښت:

روژه د اسلام د پنځو رکنونو له جملې څخه ده، او په هر بالغ، عاقل، او قادر مسلمان فرض ده. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» (البقرة: 183)
اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وه، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي.

په دې آیت کې تقوا ته اشاره شوې، چې روژه یې مهمه وسیله ده. تقوا دا معنا لري چې انسان باید خپل نفس کنټرول کړي، د الله تعالی اطاعت وکړي، او له ګناهونو ځان وساتي.

روژه او د نفس اصلاح

روژه انسان ته صبر، زغم، او استقامت ورزده کوي. دا یو داسې تمرین دی، چې انسان ته دا ښيي چې د نفس غوښتنې څنګه مهار کړي. روژه موږ ته ښوونه کوي چې د خواهشاتو بنده نه شو، بلکې د الله تعالی اوامرو ته پابند پاته شو.

د رسول الله ﷺ مبارک حدیث دی:
«مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالعَمَلَ بِهِ، فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ» (البخاري 1903)
(څوک چې دروغ ویل او بد عمل پرېنږدي، الله تعالی ته یې د خوراک او څښاک پرېښودلو هيڅ اړتیا نشته، يعني فقط خوراک او څښاک پريښودل ګټه نه لري تر څو چې له بد عمل څخه منع نه شي.)

دا حدیث موږ ته دا راښيي، چې روژه یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی، بلکې د اخلاقو سمون او د ګناهونو پرېښودو یوه وسیله ده.

روژه – د مغفرت، رحمت او دوزخ څخه د خلاصون میاشت

روژه یوازې یو عادي عبادت نه دی، بلکې دا د بښنې او رحمت یوه ځانګړې موقع ده. رسول الله ﷺ فرمایلي:
إذا جاءَ رَمَضانُ فُتِّحَتْ أبْوابُ الجَنَّةِ، وغُلِّقَتْ أبْوابُ النَّارِ، وصُفِّدَتِ الشَّياطِينُ. مسلم
(کله چې د رمضان میاشت راشي، د جنت دروازې خلاصېږي، د دوزخ دروازې بندېږي، او شیطانان تړل کېږي.)

دې حدیث ته که ځیر شو، نو پوهېږو چې روژه یوه داسې ځانګړې میاشت ده، چې انسان ته د اصلاح کولو او توبې ښه فرصت برابروي. څوک چې له دې فرصته ګټه وانخلي، هغه به ډېر زیانمن شي.

د روژې روغتیایي او ټولنیزې ګټې

۱. روغتیایي ګټې:
روژه د بدن لپاره هم ډېرې فایدې لري. دا بدن له زهرجنو موادو پاکوي، د هاضمې سیستم ته استراحت ورکوي، او د ذهن سکون زیاتوي. روغتیاپوهان وایي چې روژه د چربي کمولو، د وینې فشار تنظیمولو، او د بدن د دفاعي سیستم پیاوړتیا لپاره ګټوره ده.

۲. ټولنیزې ګټې:
روژه د شتمنو او بېوزلو تر منځ د همدردۍ جذبه پیدا کوي. کله چې شتمن خلک د لوږې او تندې احساس کوي، نو دوی د غریبو خلکو حال ښه درک کولی شي. له همدې امله، د روژې میاشت کې خیرات، صدقه، او زکات ورکول زیاتېږي، چې دا د ټولنې د یووالي او عدالت سبب ګرځي.

د روژې عبادتونه او ځانګړې شپه (لیلة القدر)

په روژه کې د نورو عبادتونو تر څنګ، تراویح لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، او اعتکاف ډېر مهم دي.
الله تعالی د روژې میاشتې یوه شپه دومره مهمه ګرځولې، چې د زر میاشتو (شاوخوا ۸۳ کلونو) له عبادت سره برابر ده. دا شپه لیلة القدر ده، چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي:
«لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ» (القدر: 3)
(د قدر شپه د زرو میاشتو نه غوره ده.)

خلاصه:
روژه د ایمان د تازه کولو، د نفس د تزکیې، او د الله تعالی د بښنې ترلاسه کولو یوه غوره موقع ده. دا میاشت باید یوازې د لوږې او تندې میاشت ونه ګڼل شي، بلکې دا د اصلاح، نیک عمل، او تقوا د ترلاسه کولو دوره وي. موږ باید په روژه کې زیات عبادت وکړو، ګناهونه پرېږدو، او د الله تعالی قرب ته ځان نږدې کړو، ترڅو د دې بابرکته میاشتې له فیضه برخمن شو.

Back to top button